د ننګرهار چارواکي: د جلالاباد-تورخم لویه لاره بېرته پرانیستل شوه
د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، د جلالاباد-تورخم لویه لاره د ټرافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوې ده.
د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکو د هغه څه په اعتراض دا لاره تړلې وه چې ګواکې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دې ولسوالۍ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب دا لاره پرانیستل شوه.
ښاغلي خوګیاني زیاته کړه:
"د ننګرهار د امنیتي مسؤلینو او قومي مشرانو ترمنځ بحث دوام لري، تر هغه وروسته به د تلفاتو د شمېر او هویت په اړه معلومات شریکوو."
ښاغلي خوګیاڼي وویل چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه په روداتو ولسوالۍ کې دا عملیات کړي دي.
د ده په وینا دا لا تر اوسه روښانه نهده چې په دې عملیاتو کې ملکیاتو ته زیان رسېدلی که نه؟