په اردن کې سیلابونو ۱۸ زده کوونکي او ښوونکي وژلي دي
په اردن کې چارواکي وايي، مړه سمندرګي ته نېژدې، د سختو بارانونو له کبله راوتلو سیلابونو د یو منځني ښوونځي لږ تر لږه ۱۸ زده کوونکي او ښوونکي وژلي دي.
دوی وايي، ډېر وژل شوي هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له ۱۴ کلنۍ ښکته وو.
ویل کېږي چې په سیمه کې د ژغورنې د لویو عملیاتو په ترڅ کې چې هلیکوپټرې او لامبو وهونکي په کې شامل دي، ۳۴ کسان د سیلاب له اوبو ژغورل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي دوی هم د اردن د حکومت په غوښتنه د ژغورنې یوه ډله استولې ده.
چارواکي وايي، د منځني ښوونځي ۳۷ زده کونکي او دوی ۷ ښوونکي "مړه سمندرګي" ته نيژدې له تودو چینو سره وو او ډوډۍ یې خوړله چې ناڅاپي سیلاب سره مخ شول.
د چارواکو په وینا سیلاب یو شمېر زده کوونکي په مړه سمندرګي له څلور تر پنځو کیلومټرو پورې وړي دي.
د مړه سمندرګي دا ښکته پرته سیمه هغه مهال چې پر شا او خوا غونډیو بارانونه وشي، د سختو سیلابونو شاهده وي. په اپریل میاشت کې لس اسرائیلي زده کوونکي هم دغلته ناڅاپي سیلاب لاندې کړي وو.
د اردن صدراعظم عمر رازاز سیمې ته بیړنۍ سفر کړی او وروسته یې په روغتون کې له ټپیانو سره کتلي او د اردن پاچا هم د دې پېښې له کبله عمان ته خپل پلان شوی سفر ځنډولی دی.