د کابل پروان پر لویه لار په یوه ټرافیکي پېښه کې اته کسان مړه شوي
![د کابل پروان پر لویه لار په یوه ټرافیکي پېښه کې اته کسان مړه شوي](https://gdb.rferl.org/435E1C75-E69D-46BC-B6C2-5F17A621EACE_w800_h450.png)
د کابل پروان پر لویه لاره نن د یوې ټرافیکي پېښې له امله اته کسان مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.
د پروان د ټرافیکو مدیر ازادي راډیو ته وویل چې په مړو شويو کې دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي.
محمد نذیر وویل، پېښه د بګرام ولسوالیو په مربوطاتو کې د دوو کورولا ډوله موټرو د ټکر په نتیجه کې شوې ده.
د پروان مرکزي روغتون ویلي دي چې د دې ټرافیکي پېښې د ټپیانو روغتیايي حالت ښه نه دی.