د روغتیا سازمان: سږ کال په افغانستان کې د پولیو پېښې دوه چنده شوي
![د روغتیا سازمان: سږ کال په افغانستان کې د پولیو پېښې دوه چنده شوي](https://gdb.rferl.org/2CE993CA-3B4A-412C-A2AE-9FB084A5C987_cx0_cy4_cw0_w800_h450.jpg)
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو په ویروس د اخته کوچنیانو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره لوړ شوی دی.
د دې سازمان په وینا، په افغانستان کې سږکال د پولیو ۱۹ نوې پېښې ثبت شوي، خو تېر کال یې شمېر ۱۰و.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د امنیت د خرابېدو او له واکسین سره مخالفت ډېر کوچنیان له واکسینه محروم کړي دي.
د پولیو ویروس تر پنځو کلونو د کم عمر په ماشومانو کې د فلج او حتی مرګ سبب کېدلای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان پرون جمعه وویل چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پولیو ۲۷ نوې پېښې ثبت شوې چې ټولې په افغانستان او پاکستان کې دي.
د روېټرز خبري اژانس په حواله، د دې سازمان د بېړنیو حالاتو د نړیوالې کمېټې مشرې، هیلن ريس ویلي چې د پولیو ویروس په افغانستان او پاکستان کې په چټکۍ د خورېدو په حال کې دی.