پولیسو د کابل په قرغې بند کې دوه تنه د الکولي مشروباتو خرڅوونکي ونیول.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دې دوو کسانو له څه مودې راهېسې د قرغې په تفریحي بند کې نشه يي مواد او الکولي مشروبات خرڅول چې پولیسو له ۲۷ بوتلو الکولي مشروباتو او دوو کیلو ګرامو تریاکو سره ونیول.
دا دوه کسان له ابتدائي څېړنو وروسته عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شول.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف تهاجمي عملیات ....
افغان حکومت وايي، تر اتو نورو ورځو پورې به د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان صادرات تر ټاکل شوې اندازې زیاتې کچې ...
د کابل پولیسو د ښار په بېلابېلو سیمو کې د نشهيي موادو څه دپاسه لس پرچون خرڅوونکي ونیول.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي موادو سره د مبارزې معنیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، د کابل امنیه قوماندانۍ له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د ښار په بېلابېلو سیمو کې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د ۱۶ پرچون خرڅوونکو ترڅنګ څه دپاسه دوه کیلو ګرامه نشهيي مواد هم نیولي دي.
د ښاغلي یادګاري په وینا تېره اوونۍ د کابل په شمول په څو ولایتونو کې عملیات ترسره شول:
"د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سوریه کې د امریکايي ځواکونو حضور له هماغه پیل راهېسې غیر منطقي او د ترینګلتیا سرچینه وه.
دا له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه، د ایران لومړی رسمي عکس العمل دی.
ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې امریکا له سوریې خپل ټول دوه زره سرتېري په دې خاطر وباسي چې د ده په وینا، دغلته د اسلامي دولت د وسله والې ډلې یا داعش پر ضد جګړه بریالۍ شوې ده.
د ایران رسنیو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي له خولې... Читать дальше...
په کابل کې یو تن هند ته د هیروئینو د قاچاقو په تور ونیول شو.
په هغه خبرپاڼه کې چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو ازادي راډیو ته لېږلې راغلي چې یو تن هغه مهال ونیول شو چې ۷۴۶ ګرامه هیرئینو یې په خپله خېټه کې ځای پر کړي او ډهلي ته یې قاچاق کول.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا شپږم ځل دی چې د نشه يي موادو قاچاق کوونکي هند، دُبۍ او ترکیې ته د هیروئینو د قاچاقو په تور نیول کېږي.
د ننګرهار ولایت د ۲۲ ولسوالیو په لسګونو دیني عالمانو او د جوماتونو ملا امامانو په جلال اباد کې غونډه وکړه او له هر اړخیز بحث وروسته یې د نشه يي موادو د حراموالي فتوا صادره کړه.
په سړو سیمو کې د ۱۳۹۷ تعلیمي کال له بشپړېدو سره د افغانستان د پوهنې وزارت په دغه هېواد کې له ښوونځيو د یو زیات...
د افغانستان د (ولسي تحریک) په نامه ټولنیز بنسټ وايي، له طالبانو سره دې د سولې د مذاکراتو په خاطر د ولسمشرۍ...
د امریکا حکومت ځینې ادارې له هغې وروسته په جزوي توګه بندې کړې دي چې کانګرس د حکومتي خرڅونو یو بل منظور نه کړ.
په ایران کې قضايي سرچینې وايي، د دې هېواد پر یو مشهور سوداګر د اعدام حکم نن شنبه اجرا کېږي.
سلطان باقري درمني چې په سلطان قیر مشهور دی، په فساد او جرمي اعمالو تورن دی.
د سلطان باقري د اعدام حکم د روان کال په اکټوبر میاشت کې د ایران سترې محکمې تأیید کړی و.
ایران په تېر دوبي کې د هغو کسانو د مجازاتو لپاره د ځانګړو محاکمو د جوړولو اعلان وکړ چې په مالي فساد کې په لاس لرلو تورن دي.
له هغه وخته راهېسې د دې محکمو په حکم درې ایراني سوداګر اعدام شوي دي.
چارواکي وايي، په کونړ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په کونړ کې د۲۰۱ سیلاب قل اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان میرویس ساپي د شنبې په ورځ ازادې راډیو ته وویل، دا هوايي برید تېره ورځ د غازي اباد ولسوالۍ درین سیمه کې شوی چې په کې د قوماندان ذبیح الله په ګډون ۵ تنه وسله وال وژل شوي چې دوه په کې بهرنیان دي.
ساپي د وژل شویو بهرنیانو هېواد او پوره هویت ونه ښود.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا د کونړ امنیتي چارواکي وايي، په سرکاڼو ولسوالۍ... Читать дальше...
د ډېسېمبر پر ۲۱مه په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند د وژل شوي مشر بشیر احمد بلور د شپږم تلین په مناسبت يوې غونډې ته په وینا کی د ګوند مشرانو له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې د قبايلي سيمو اييني او انتظامي اصلاحات دې زر تر زره عملي کړي. نور حال غلام غوث په ويډيويي راپور کې راکوي.
د امریکا متحده ایالات وايي، د اوکراین د سمندري ځواکونو د تقويې لپاره به له دې هېواد سره لس ميلیونه ډالره ...
په غزني کې چارواکي وايي، افغان کومانډو ځواکونو د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په کې تر ۳۰ زیات وسله وال وژل شوي او څو تنه نور نیول شوې دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د حکومت مخالف وسله وال د اندړو ولسوالۍ اړوند سیمه کې راټول شوي چې د ملي اردو کومانډو ځواکونو پرې د هوايي ځواک په مرسته عملیات کړي، دا عملیات د دې ولسوالۍ په میري، کمال خېلو، مدت او علي زیو سیمو کې شوي، په نتیجه کې یې یو دېرش وسله وال وژل شوي دي او د طالبانو د دوو قوماندانانو په... Читать дальше...
د پنجاب وزیراعلا عثمان بزدار د صوبې له پولیسو په دې اړه رپوټ غوښتی چې د سرګودهې د پوهنتون پروفیسر جاوید احمد ولې او څنګه وژل شوی دی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نوم لیکنې ته بشپړ چمتووالی نیول شوی ...
د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جُرمونو سره د مبارزې اداره په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کموالی هرکلی...
د خیبر ټرانسپورټرانو او حکومتي چارواکو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته مظاهره چیانو خپل احتجاج ختم کړی او د خیبر او تورخم ترمنځ لار یې د ټریفک لپاره خلاصه کړې ده.
په سومالیا کې پولیس وايي، پلازمېنه موګادیشو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نېږدې دوو چادونو کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي.
یوه پوځي چارواکي ویلي، د شنبې په سهار د دې چاودنو په قربانیانو کې سرتېري او ولسي خلک دواړه شامل دي.
له القاعده شبکې سره تړلې د الشباب ډلې د دې بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی.
الشباب په سومالیا کې د حکومت د نسکورولو لپاره له څو کلونو راهېسې جنګېږي.
په تېره یوه لسیزه کې د الشباب وسله والو په خپلو بریدونو کې زرګونه سومالیایان او همدارنګه په ختیځه افریقا کې سلګونه نور ملکیان وژلي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي که څه هم په متحده عربي اماراتو کې افغان پلاوي سره د طالب استازو نه کتل...
د بلوچستان اسمبلۍ غوښتنه کړې چې د چين پاکستان اقصادي راهداري پروژې په اړه دې یو قومي کمېشن جوړ شي چې د صوبو حق په ډاګه کړي.
له افغانستانه د ۷ زره امریکایي سرتېرو د احتمالي وتلو د راپورونو تر خپرېدلو وروسته د افغانستان ولسي جرګه وایي، تر کومه ...
د ننګرهار پولیسو په دوو جلا جلا پېښو کې څه د پاسه څلور سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ لهخوا ازادي راډیو ته لېږل شوې راغلي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو ۳۹۵ کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې له سرخ رود ولسوالۍ څخه جلال اباد ته قاچاق کېدل.
په دوهمه پېښه کې پولیسو ۱۴ کیلو ګرامه چرس ونیول چې یوه قاچاق وړونکي له بهسودو ولسوالۍ څخه یوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کول.
د یادونې وړ ده چې د دې پېښو په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.
دغه دیني علماء او قومي مخورو د شنبې په ورځ د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ولایتي شورا په تالار کې...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России