پاکستان: د احتساب روان بهیر ولس لپاره څه ګټې لري؟
ولس ته یې هیڅ ګټه نه رسیږي، بې له دې چې د لوبې تماشه وکړي او له سیاستوالو یې کرکه نوره هم زیاته شي. د دې ګټه پوځي اسټبلمشنټ ته رسیږي ځکه چې هغوي د پاکستان په ۷۲ کلن تاریخ کې له نیمې زیات وخت په واک کې پاتې شوي دي. چې سیاستوال کمزوري شي هغو ته ګټه رسیږي