د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پېښور د ارمي پبلک سکول د غميزې په يادولو سره د اتوار پر ورځ پر ټوېټر په خپل يو پيغام کې وويل، د هېواد حکومت او ولس پر قامي، سيمه ييز او نړيوال کچ د امن لپاره کار ته ژمن دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل ترک سیال رجب طیب اردوغان ته ویلي دي چې واشنګټن انقرې ته د ترکیې د حکومت د مخالف دیني عالم فتح الله ګولین د سپارلو پر طرحې کار کوي.
ګولین چې له نېږدې دوو لسیزو راهیسې په امریکا کې اوسېږي، په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا په پلانولو تورن دی او د ترکیې حکومت څو ځلې د هغه د استرداد غوښتنه کړې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاووش اوغلو نن یکشنبې وویل، ټرمپ له اردوغان سره دا ژمنه نېږدې دوه اوونۍ مخکې په ارجنټاین کې د ۲۰ صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې کړې وه. Читать дальше...
د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د وروستۍ حملې قربانیانو ته د درناوي وروستي مراسم نن ترسره شول.
دا مراسم د ښار په یوه چوک کې هغه بازار ته نېږدې ترسره شول چې د سې شنبې په ورځ د کرسمس جشن د لمانځنې پرمهال یوه وسله وال کس ډزې پکې وکړې او څلور کسان یې ووژل.
د فرانسې امنیتي ځواکونو د مشکوک بریدکوونکي ۲۹ کلن شریف شیکات د موندلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي وو او له پېښې دوه ورځې وروسته یې تورن په ډزو وواژه.
داعش ډلې ویلي دي چې دا حمله د دې ډلې یوه پلوي کړې ده، خو فرانسوي چارواکي وايي چې د دې ادعا په اړه څېړنې کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د غورځنګ له مشرتابه او غړو سره د حکومتي چلند پرضد په نړیواله توګه غږ پورته کړی دی.
افغان ولسمشر وايي چې ولسوالۍ د ولسونو او دولت ترمنځ د تماس لومړۍ نقطه ده او په وینا یې چې که ولسوالۍ کمزورې...
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ مسؤله وايي، هغه اسناد او شواهد يې د افغانستان لويې څارنوالۍ ته ...
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د لویو ښارونو په ځانګړې توګه د کابل ښار د هوا د ککړتیا ...
د چین د بهرنیو چارو وزیر هیله مند دی، افغانستان چې راتلونکی کال د خپلواکۍ سلمه کلیزه لمانځي، د سولې یوه...
د هلمند یو شمېر مدني فعالان او د لښکرګاه اوسېدونکي وايي، هغه کسان باید محاکمه شي چې په دې وروستیو...
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، ګوند يې له سلا او مشورو وروسته په دې پرېکړه کړي چې په راتلونکو ولسمشریزو ...
په داسې حال کې چې په سي پېک پروژه کې د افغانستان پر اهمیت ټينګار ورځ تر بلې ډېرېږي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت...
مشرانو جرګې نن په کونړ ولایت کې د ملکي وګړو وژنه په کلکو ټکو وغندله.
د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار له حکومت او امنیتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې د دې ډول پېښو مخه ونیسي>
ده وویل:
"موږ د کونړ د پېښې د غندلو ترڅنګ وایو چې هغه څه چې مهم دي په راتلونکي کې د ملکي تلفاتو د تکرار مخنیوی دی، هیله منو یوو چې د دې ډول پېښو مخه به ونیول شي."
د راپورونو له مخې، د کونړ ولایت په شلتن دره کې د پرون ورځې په بمبارۍ کې ۱۲ ماشومان او ۸ ښځې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ملکي وګړي ټپیان دي. Читать дальше...
د پاکستان حکومت له ایران سره په ګډ سرحد کې په یوه حمله کې د شپږو پاکستاني مليشو د وژل کېدو د پېښې له کبله تهران ته خپل اعتراض وړاندې کړی دی.
دا ملېشه سرتيري د ګډ سرحد په یوه غرنۍ سیمه کې د ګزمې په حال کې وو چې برید پرې وشو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې د ایران سفیر یې احضار کړی او ورته ویلي یې دي چې تهران باید د هغو وسله والو ډلو پرضد اقدام وکړي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې حملې کوي.
پاکستاني چارواکي وايي چې شااوخوا دېرشو وسله والو د جمعې په ورځ پر پاکستاني مليشه... Читать дальше...
د بدخشان ولایت د فیض اباد او کشم ولسوالۍ ترمنځ لویه لار چې یو شمير معترضانو له څو ورځو راهیسې بنده کړې وه، نن د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته وویل چې لاره د معاون صفر مبارز په نوم د ولسي جرګې د یوه کاندید پلویانو له څلورو ورځو راهیسې بنده کړې وه، خو د سیمه ییزو چارواکو په منځګړتوب خلاصه شوه.
ده وویل:
"د والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت د رئیس، د لومړۍ لوا د قوماندان او د ولایتي شورا د غړو په منځګړتوب دا لویه لاره نن د مسافرو پرمخ خلاصه... Читать дальше...
د کندهار چارواکي وايي چې د سپین بولدک او شورابک ولسوالیو ترمنځ په سرو څاهانو سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره په نښته کې اووه سرحدي پولیس وژل شوي دي.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو مخالفینو تېره شپه ناوخته په سرو څاهانو سیمه کې د سرحدي پولیسو پر پوسته حمله وکړه.
ده وویل:
"تېره شپه شااوخوا یوه بجه د سپین بولدک د سرو څاهانو په سیمه کې وسله والو مخالفینو د سرحدي پولیسو پر یوه امنیتي پوسته حمله وکړه چې جګړې تر نن سهار پورې دوام وکړ."
ښاغلي عزیزي وویل، په... Читать дальше...
په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي په جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د دولت ضد وسله والو ...
د بغلان امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع وایي، نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
ویډیو: بشیر احمد غزالي
ایډېټ: ابراهیم صافی
د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې د دولت وزیر وايي، د ژمي له رارسېدو سره تر اوسه له څه باندې...
د پېښور پر ارمي پبلک سکول بريد څلور کاله پوره شول.
په کمبودیا کې چارواکو له امریکا څخه د ترلاسه شوېو معلوماتو پر بنسټ ۳،۲ ټنه عاج یا د فیلانو غاښونه چې په یوه کانټینر کې ځای پرځای شوي وو، کشف او ضبط کړي دي.
چارواکو ویلي چې دا کانټینر له موزمبیق څخه کمبودیا ته استول شوی و.
د کمبودیا د ګمرک او مالیو یوه چارواکي سن چای نن فرانس پرېس خبري آژانس ته وویل چې دا نژدې ۱۰۲۶ عاجونه په یوه کانټینر کې د مرمر تېږو په مینځ کې په پټه ځای پرځای شوي وو او خاوند یې ظاهراً تښتیدلی دی.
د کمبودیا د ګمرک چارواکي وايي چې په پلازمېنه پنوم پن کې د امریکا سفارت د دې... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغه هېواد د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون په غوښتنه، د کابل د ۱۸۲ مرکزونو ...
په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت دوهم سکرتر په یوه ترافیکي پېښه کې په حق رسیدلی دی.
خواجه محمد سلیم شریف زاده پرون له پلازمېنې عشق آباد څخه مروې ښار ته روان و چې له ترافیکي پېښې سره مخامخ شو.
شریف زاده د هېواد د پخوانیو او تجربه کارو ډیپلوماتانو له ډلې و چې له درېیو لسیزو راهیسې یې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د ډیپلومات په توګه کار کړی دی.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د هغو ۱۵ وسله والو د پانسۍ منظور ورکړې چې پوځي عدالتونو ورته په ترهګرو بریدونو کې د لاس لرلو په وجه اورولې وه.
د پاکستان پوځ ويلي، لوى درستيز قمر جاوېد باجوه د ١٥ کسانو لپاره د مرګ سزا تصويب کړله.
په افغانستان کې د انساني قاچاق او غیر قانوني مهاجرتونو پېښو او قربانیانو ته د رسېدنې په هدف، د افغانستان د عدلیې...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России