د نشه يي موادو په تړاو درې کسان عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي
د نشه يي موادو د قاچاق د پنځو قضیو په تړاو درې کسان عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا درې کسان تېره اوونۍ په کابل او خوست ولایتونو کې نیول شوي او له دوی سره نېږدې یو کیلو ګرام هیروئین، څه د پاسه یو ټن چرس، د نشې ګولۍ او الکولي مشروبات هم نیول شوي دي.
ښاغلی موحد زياتوي چې په دې یوه اوونۍ کې لس تورن کسان د دې مرکز په محکمو کې مجازات شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې مرکز ابتدائیه محکمې د روان شمسي کال د عقرب په میاشت کې (۳۳) کسان له شپږو میاشتو تر اتلسو کالو پورې په بند محکوم کړي دي.