په ۵ ولایتونو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان شوې
![په ۵ ولایتونو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان شوې](https://gdb.rferl.org/AA98C5C7-9788-4742-B61B-A096A8FE639C_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په پینځو ولایتونو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړې.
د کمېسون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد پرون، شنبه په کونړ، نورستان، سمنګان، سرپل او میدان وردګ ولایتونو د ګټونکو نومونه واخېستل.
د ولسي جرګې انتخابات د میزان په ۲۸مه له غزني او کندهار پرته په ټول افغانستان کې ترسره شول.
د کندهار ټاکنې تر هغه یوه اوونۍ وروسته وشوې.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې په غزني کې انتخابات به د جمهوري ریاست له ټاکنو سره یوځای د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د حمل په ۳۱مه وشي.