د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډله هندوستان ته ځي
د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډله د هندوستان د معلولینو لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره هندوستان ته ځي.
د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو د معلولینو لوبډلو تر منځ سیالۍ د روانې میلادي میاشتې له نهمې نېټې څخه پیلېږي او تر ۱۷مې نېټې به دوام وکړي.
ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو د لوبډلو تر منځ پهدې موده کې ۳ شل اوورېزې او دوه یو ورځنۍ سیالۍ تر سره شي.
کرکټ بورډ وايي، سیالۍ د هندوستان د ممبۍ په ښار کې د امریکا غږ اشنا راډيو په همکارۍ تر سره کېږي.