د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د مرګ ژوبلې له شمېره اندیښمن دی
![د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د مرګ ژوبلې له شمېره اندیښمن دی](https://gdb.rferl.org/A4FCE387-DBE6-41B6-AE61-F8A44203D7B6_w800_h450.jpg)
د ناټو عمومي منشي نن په بروکسل کې وویل چې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې له شمېره اندیښمن دی.
ینس سټولټنبرګ نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې دا خبره وکړه.
سټولټنبرګ زیاته کړه چې په تېرو میاشتو کې پهدغه هېواد کې د ځانمرګو بریدونو او نورو تاوتریخوالي شاهد وو، خو ویې ول چې ناټو له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
سټولټنبرګ وویل، طالبان باید پوه شي چې د جګړو دوام بې مانا دی او باید خبرو ته حاضر شي.
د ناټو سرمنشۍ د سیمې پر هېوادونو هم غږ وکړ چې د افغانستان د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي او د طالبانو د هر ډول ملاتړ او هغوی ته د پناه ځای له ورکولو ډډه وکړي.
نوموړي همدا راز د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ترسره کیدل مهم وبلل او په دې بهیر کې یې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ .