مېلر: هېڅوک په پوځي ځواک په افغانستان کې نه بريالى کېږي
![مېلر: هېڅوک په پوځي ځواک په افغانستان کې نه بريالى کېږي](https://gdb.rferl.org/c7b69410-81fb-4e76-bdbf-c24413afddc3_tv_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د افغانستان په جګړه کې ښکېل يو لورى هم په پوځي ځواک سره نه بريالى کېږي. هغه په بروکسل کې د ازادۍ راډيو له خبريال مصطفى صديقي سره په مرکه کې دا خبره وکړه. په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان پر حالاتو هم بحث وکړ.