د کندز په امام صاحب کې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت سړک جوړېږي
![د کندز په امام صاحب کې د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت سړک جوړېږي](https://gdb.rferl.org/2D21FDAA-FC00-418B-9BE3-263C9D4617C2_w800_h450.jpg)
د کندز سیمهییز چارواکي د امام صاحب ولسوالۍ د ښار د ۱۲ کیلومتره سړک جوړولو د چارو د پیلېدو خبر ورکوي چې څه باندې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د کندز د فواید عامې ریاست رئیس محمد رحیم رحمتي په دې اړه ازادي راډیو وویل:
"د امام صاحب ولسوالۍ د ښار د سړک ساختماني کار رسماً پیل شوی او په ۱۸ میاشتو کې به په اساسي ډول ګټې اخېستنې ته وسپارل شي او له کبله به یې د خلکو همیشنۍ ستونزې هواري شي."
بل خوا د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي د دغې لویي پروژې د کار پیلېدو له کبله خوښي څرګندوي او زیاتوي چې د امنیت په ټینګښت کې او دغه راز د ورانکارو ډلو د شومو کړنو په مخنیوي کې له افغان ځواکونو سره همکاري کوي، څو په سیمه کې امنیت تأمین شي او خلک د ژوند له اساسي سهولتونو څخه برخمن شي.
د امام صاحب ولسوال بیا وايي چې په نېږدې ورځو کې به په دغې ولسوالۍ کې د درې نورو لویو پروژو کار پیل شي، لکه:
د شاهروان د اوبو د سربند جوړول.
د ترکمن کانال
او د قیام د اوبو د کانالونو جوړول په کې شامل دي او پلي کولو سره به یې زرګونو کسانو ته د کار زمېنه هم برابره شي.