پکتیکا کې د ۱۱۹ ميليونه افغانيو په ارزښت سړک جوړېږي
د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د کليو پراختيا او بيارغونې وزارت له لوري د ۱۱۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د اته کيلو متره سړک جوړونې چارې پېل شوې.
د پکتيکا مرستيال والي انجينر شېرباد شاه ارګوني وويل:
"د ياد سړک په جوړولو سره به د ارګون او سروبي ولسواليو د اوسېدونکو ډېری ستونزې هوارې شي."
بلخوا د سيمې قومي مشرانو له ولايتي ادارې مننه وکړه چې داسې يو مهم سړک ورته جوړېږي چې هره ورځې پرې د سيمې نږدې دوه زره کسان تګ راتګ کوي.
دوی وايي، پر دغه خامه لاره اوس دوی په خاورو او دوړو کې ستونزمن سفر کوي.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې په پکتيکا کې ولايت کې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت په چوکاټ کې د شپږ سوه دولس ميليونه افغانيو په ارزښت ۱۵۳ ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو چارې پېل شوې.