د ارزګان چارواکي: په چنارتو ولسوالۍ کې ۷ افغان سرتیري وژل شوي
د ارزګان ولایت سیمهییز چارواکې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې ۷ افغان سرتیري وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
د چنارتو ولسوالۍ ولسوال فیض محمد حنیفي نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر امنیتي کمربندي پوستو ډلهییز بریدونه وکړل چې په نتيجه کې يې درې امنيتي سرتيري وژل شوي.
ښاغلي حنيفي همدا راز ازادي راډيو ته وویل چې د افغان پوځيانو او وسله والو طالبانو تر جګړې څه موده وروسته د بهرنیو ځواکونو الوتکو له کمربنده ۲ کیلومتره شاته د ملي اردو پر یوه کمپ برید وکړ چې په نتيجه کې يې د ملي اردو ۴ د کمانډو سرتېري ووژل شول او ۵ نور ټپيان شول.
د دې پيښې په اړه افغان ځواکونو او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت تر اوسه څه نه دي ويلي.
ولسوال وايي، دا ولسوالۍ اوس مهال وسله والو طالبانو محاصره کړې او که مرکزي او ولایتي اداره ورته پام ونکړي، برخلیک به یې ښه نه وي.
د ارزګان ولایت د امنیه قومانداني او ولایت مقام مسؤلین پهدې اړه له څه ویلو ډډه کړې.