په کندهار کې له پوليسو سره نښته کې يو بريدګر وژل شوی
![په کندهار کې له پوليسو سره نښته کې يو بريدګر وژل شوی](https://gdb.rferl.org/481FBB3D-E833-45E1-BDB1-F90E3245C254_w800_h450.jpg)
په کندهار ولايت کې له پوليسو سره نښته کې يو بريدګر وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د کندهار د پوليسو ویاند څارن ضيا دُرانی وایي، نن يوه بجه وسله والو موټر سایکل سپرو د کندهار د ۱۴مې حوزې اړوند په سيمانو پله سيمه کې پر ګذمه ولاړو پوليسو بريد کړی او دوه پوليس يې ټپيان کړي دي.
وروسته له هغه چې حمله کوونکي له هغه ځايه تښتېدلي، په لسمه امنیتي حوزه کې نورو پوليسو ورباندې بريد کړی چې په نتيجه کې يې يو بريدکوونکی وژل شوی او يو بل په ټپي حالت کې تښتېدلی دی.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.