ایران: په چا بهار بندر کې د وروستۍ حملې په تړاو ۱۰ کسان نیول شوي
![ایران: په چا بهار بندر کې د وروستۍ حملې په تړاو ۱۰ کسان نیول شوي](https://gdb.rferl.org/719BE423-8B74-4649-9551-C33DF9328556_cx15_cy23_cw55_w800_h450.jpg)
د ایران حکومت وايي، په چا بهار بندر کې يې د وروستۍ حملې په تړاو لس مشکوک کسان نیولي دي.
د ایران د پولیسو مشر حسین اشتري نن دولتي خبري اژانس ارنا ته وویل، ښه شواهد يې موندلي دي او هیله ده چې د برید اصلي طراحانو ته ورسېږي.
د سیستان بلوچستان ایالت په چا بهار کې د پنجشنبې د ورځې موټر بم چاودنې چې د پولیسو له یوه مرکز سره نېږدې وشوه، د دوو پولیس افسرانو په ګډون شااوخوا څلوېښت کسان ټپیان شول.
د انصار الفرقان په نوم یوې سني وسله والې ډلې د چا بهار د برید مسؤلیت منلی دی.