روسیې دوه جنګي الوتکې چې اټمي ټکنالوژي لري، وينزوېلا ته استولي
د روسیې دفاع وزارت خپلې دوه جنګي جټ الوتکې چې اټمي ټکنالوژي لري، وينزوېلا ته استولي دي.
په جنوبي امریکا کې د روسیې له لوري د پوځي قدرت دا ډول نمایش ساری نه لري.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې دواړه الوتکې یې پرون دوشنبه د وينزوېلا پلازمېنې کاراکاس ته نېږدې ښکته شوې دي.
په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دا الوتکې مسلح وې، که نه.
د وينزوېلا ولسمشر نیکولاس مدورو څو ورځې مخکې مسکو ته په رسمي سفر تللی و او هلته یې له روسي چارواکو د ملاتړ غوښتنه کړې وه.
په وينزوېلا کې اقتصادي وضعیت ډېر کړکېچن بلل کېږي.
دا هېواد له روسیې هم ډېر پوروړی دی.
د وينزوېلا حکومت په وروستیو کلونو کې له روسیې د ميلیونونو ډالرو په ارزښت وسله اخیستې ده.