د کورنیو چارو وزارت: ۱۰۵ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي
![د کورنیو چارو وزارت: ۱۰۵ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي](https://gdb.rferl.org/8F25C09D-1129-43BE-B16A-D162F46EAAC4_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو اونیو کې تر سلو زیات کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دا مشکوک جنایتکار په همدې موده کې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې نیول شوي دي.
خبرپاڼې د نیول شویو کسانو شمېر ۱۰۵ تنه ښودلی او زیاته کړې یې ده چې په دوی کې په قتل، انسان تښتونې، اداري فساد، غلا، رشوت اخېستو، د انسانانو او اسعارو په قاچاق او ځینو نورو جرمونو تورن کسان شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا ټول تورن کسان له ابتدايي تحقیق وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.