'په قبایلي ضلعو کې اتیا فیصده ښوونځي بند دي'
د پاکستان په سېنټ کې ریاست او سرحدي سیمو لپاره د قایمه کمیټۍ (سېفران) غړی او د واکمن تحریک انصاف ملاتړی سېنیټر اورنګزېب خان وایي په تېر وخت کې د ترهګرۍ ضد جګړې او بدامنۍ له وجې نن هم په قبایلي ضلعو کې اتیا فیصده سکولونه بند دي.