کراچۍ: ښاروالۍ په سلګونو دوکانونه وران کړي
که د کندهار انار و یا د زیارت چرې، که د سیند بېرې وې او یا د سوات سره املوک او سرې مڼې. د وچې مېوو نه نیولې تر سپېرکو او کاږو پورې او له کوټېوال چای او پراټو واخله تر چارسدوالوڅپلو،ټوکر او غوښو دا هرڅه د کراچۍ ایمپریس مارکیټ په دوکانونو او ریړیو کې ول، خو اوس ټول ویجاړ شوي.