روسیې د سلواکیا یو ډیپلوماټ د نامطلوبو کسانو په لېست کې اچولی
![روسیې د سلواکیا یو ډیپلوماټ د نامطلوبو کسانو په لېست کې اچولی](https://gdb.rferl.org/FF48BFEF-D607-4DAB-AA16-E7547370D7A9_cx0_cy3_cw53_w800_h450.jpg)
د روسیې حکومت د سلواکیا یو پوځي ډیپلوماټ د نامطلوبو کسانو په لېست کې اچولی دی.
د سلواکیا حکومت د نوومبر میاشتې په وروستیو کې په براتیسلاوا کې د روسیې د سفارت د پوځي اتشې د دفتر یو غړي له خپلې خاورې و ایست.
د سلواکیا حکومت هغه مهال وویل چې دا کار یې د خپلو پوځي استخباراتو د ادارې د معلوماتو پر اساس کړی.
د سلواکیا حکومت ویلي و چې هغه د سلواکیا او ناټو د ګټو خلاف کار کاوه.
مسکو نن د سلواکیا د حکومت د هغه اقدام په ځواب کې دا کار کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا نن پنجشنبه په یوه بیان کې وویل چې د سلواکیا له خاورې د دوی د ډیپلوماټ شړل غیر دوستانه کار و.
زخارووا وویل چې په مسکو کې د سلواکیا د سفارت ډیپلوماټ ته یې دوه ورځې وخت ورکړی چې له هغه هېواده ووځي.