د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبدلې هند ته لوبه وبایلله
د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبدلې د هند معلولینو لوبډلې ته د درېیو شل اورېزو لوبو سیریز وبایله.
په وروستۍ او درېیمه شل اورېزه لوبه کې د افغانستان د معلولینو لوبډلې لومړی بيټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د هند د معلولینو لوبډلې ته یې د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې هندۍ لوبډلې ورکړل شوی د لوبې په ۱۹ اوور د څلور وکټو په زیان پوره او لوبه یې د ۶ وکټو په توپير وګټله.
د درېیو لوبو دغه سیریز هندوستان ۲ د ۱ په وړاندې په خپل نوم کړ.
د دواړو هېوادونو د کرکټ د معلولینو لوبډلو ترمنځ د دغو سیالیو هدف د معلولینو نړیوال جام سیالیو ته تیارۍ ښودل شوي دي.
ټاکل شوې د افغانستان معلولینو کرکټ ملي لوبډله به د ۲۰۱۹ کال معلولینو په کرکټ نړیوال جام سیالیو کې هم نېغ په نېغه ولوبېږي چې د انګلستان په کوربتوب کېږي.