اشرف غني په هرات کې د لاجوردو لار پرانېستله
![اشرف غني په هرات کې د لاجوردو لار پرانېستله](https://gdb.rferl.org/F8CA9BBD-B5CA-4661-A061-4D1667A5B0E7_cx0_cy0_cw48_w800_h450.jpg)
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه د ډسمبر ۱۳مه، په هرات کې د لاجوردو لار پرانېستله.
ښاغلي غني د لارې د پرانېستلو په مناسبت ځانګړو مراسمو ته وویل چې افغانان جدايي او انزوا نه غواړي.
د غني دا وینا د افغانستان دولتي ټلوېزیون خپره کړه.
د لاجوردو لار افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له ترکیې سره وصلوي.
په دې ډول، افغانستان کولای شي چې حتی اروپايي هېوادونو ته تر ډېره حده، د ځمکې له لارې خپل مالونه صادر کړي.
په کابل کې د امریکا سفیر، جان بس د لاجوردو د لارې د پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی .
جانس بس نن پر ټوېټر لیکلي چې د سیمه یېز اتصال داسې پروژې په افغانستان کې د ثبات له ټینګېدو سره مرسته کولای شي.