صبرینا حمیدي: د ملکي خسارې د جبران د قانون پر طرحې کار روان دى
![صبرینا حمیدي: د ملکي خسارې د جبران د قانون پر طرحې کار روان دى](https://gdb.rferl.org/2F2D63C1-78DB-4873-9816-8A1BEE969FD2_cx41_cy9_cw42_w800_h450.jpg)
د افغانستان په ختيځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ساحوي دفتر وايي، د ملکيانو د مرګ ژوبلې زياتېدو اندېښمن کړی دی.
د دغه دفتر رئيسه وايي، د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره "د خسارې د جبران" د قانون پر طرحې کار روان دى.
صبرينا حميدي هيله څرګنده کړه چې د دغه قانون تصويب به د جګړې ښکېل لوري د ملکيانو خونديتوب ته اړ کړي.
دې وویل:
"کمېسيون د خسارې د جبران پر قانون کار کوي چې مسوده يې ترتيب شوې ده او دغه قانون ښايي د دې سبب شي چې د ملکيانو د مرګ ژوبلې اندازه کمه کړي."
د افغانستان په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې صبرینا حميدي وويل، په وروستيو کې د دولت د وسله والو مخالفانو تر څنګ، د افغان او بهرنيو ځواکونو په پوځي عملياتو کې هم ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي.