د امریکا استازو جرګې د روهنګيا مسلمانانو وژنه جنايت وګاڼه
د امریکا د استازو جرګې په اکثريت رأيو یوه لايحه تصويب کړه چې د روهنګيا مسلمانانو پر ضد د برما اقدامات ټولوژنه او د انسانيت پر وړاندي جنايت ګڼي.
د استازو جرګې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزارته وغوښتل چې اخري امر صادر کړي او د روهنګيا پر وړاندې د اقداماتو پر عاملينو دې بنديزونه ولګوي.
دغه قانون د دواړو ګوندونو له غړو ۳۹۴ رأيې تر لاسه کړي چې یوازې يوه جمهوري غوښتونکي مخالفت وښود.
شااوخوا اووه لکه روهنګيا مسلمانان د ۲۰۱۷ میلادي کال له اګست مياشتې راهيسې له برما بنګله دېش ته تېښتې ته اړ شوي.
دا وروسته له هغه چې د برما پوځ په راخين ايالت کې د مسلمانانو ځپنه پيل کړه.
د امريکا د استازو جرګې همداراز د هغو دوو خبريالانو د راخوشې کېدو غوښتنه هم وکړه چې په برما کې يې د روهنګيا مسلمانانو د وضعيت په اړه روېټرز خبري اژانس ته راپورونه جوړول.