اروپایي ټولنه د افغانستان د سولې او ثبات د تامين لپاره مرسته کوي
![اروپایي ټولنه د افغانستان د سولې او ثبات د تامين لپاره مرسته کوي](https://gdb.rferl.org/6F797809-71BD-479F-9D8C-5CD1D495E8FA_cx18_cy9_cw62_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د اروپايي تولنې استازی وايي چې دا ټولنه اماده ده چې له دولت او افغانانو سره د سولې او ثبات د تامين لپاره مرسته وکړي.
پيري مايدون دا خبره پرون تر غرمې وروسته د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار حمدالله محب سره په کابل کې د کتلو پر مهال وکړه.
د افغانستان د ملي امنیت شورا په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دې کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه، د سولې، امنیت او له ترورېزم سره د مبارزې او د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ د همکارۍ په اړه خبرې وشوې.
په دې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي محب د دې غونډې پر مهال له طالبانو سره د سولې په خاطر د بين الافغاني مذاکراتو د نويو ميکانيزمونو په اړه خبرې وکړې.