په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو پر خلاف نېږدې سل عملیاته شوي
![په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو پر خلاف نېږدې سل عملیاته شوي](https://gdb.rferl.org/6C8290A6-4995-4E7D-B2AD-1575266701D2_w800_h450.jpg)
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو پر خلاف نېږدې سل عملیات کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات چې پولیسو په مستقل ډول او له افغان هوايي ځواکونو سره په ګډه ترسره کړي، په نتیجه کې یې په لسګونو کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
ده وویل:
"د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یووه اوونۍ کې (۹۴) عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې (۱۹۸۷) کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول او په دې تور یې (۱۰۳) کسان هم ونیول او دغه راز یې د نشه يي موادو دوه زېرمې هم ویجاړې کړې دي او دا عملیات د مرکز په شمول په لسو ولایتونو کې ترسره شول."
د یادونې وړ ده چې په تېرو درېیو اوونیو کې د نشه يي موادو د زېرمو پر وړاندې پولیسو جدي اقدامات کړي او تر دې دمه یې په کابل، لوګر او ننګرهار ولایتونو کې ګڼ عملیات ترسره کړي دي.