د تخار پولیسو څه د پاسه ۴۰ کیلو ګرامه هیروئین ونیول
![د تخار پولیسو څه د پاسه ۴۰ کیلو ګرامه هیروئین ونیول](https://gdb.rferl.org/B44B8A04-8B01-4954-AF09-AFF79A718C3F_w800_h450.png)
د تخار پولیسو په دوو جلا جلا پېښو کې څه د پاسه (۴۰) کیلو ګرامه هیروئین ونیول.
د تخار ولایت د امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې (۳۵) کیلو او (۷۴۰) ګرامه هیروئین هغه مهال ونیول شول چې د موټر په ټایرونو کې ځای پر ځای شوي او تالقانو ته قاچاق کېدل.
په دوهمه پېښه کې یو تن اته کیلو ګرامه هیروئین په یوه موټر کې قاچاق کول چې پولیسو په نمک آب ولسوالۍ کې د تلاشۍ پر مهال ونیول.
د دې دوو پېښو په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.