افغان حکومت وايي د یوه معترض افغان رئیس ځاځي دوسیه به وڅېړي
![افغان حکومت وايي د یوه معترض افغان رئیس ځاځي دوسیه به وڅېړي](https://gdb.rferl.org/7B9FE76C-A61F-443F-8427-15C37787CA64_w800_h450.jpg)
افغان حکومت وايي، د یوه معترض افغان رئیس ځاځي حقوقي دوسیه به په ټول جدیت وڅېړي.
رئیس ځاځي تېره پنجشنبه په هرات کې د افغان ولسمشر اشرف غني د وینا پر مهال په لوړ غږ له هغه د خبرو وخت وغوښت.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"رئیس ځاځی له خپلې مور سره یوځای د جمهوري ریاست د دفتر په همغږۍ له هراته کابل ته انتقال شوی. لویې څارنوالۍ او سترې محکمې مسؤلیت په غاړه اخیستی د هغه دوسیه چې په پکتیا کې یوه حقوقي دوسیه ده په ټول جدیت تعقیب کړي."
په ټولنیزو رسنیو کې له دې چې ګواکې له رئیس ځاځي سره د ولسمشر امنیتي کسانو بد چلند کړی او هغهیې وهلی ډېرې تبصرې وشوې، خو ولسمشرۍ ماڼۍ دا خبرې رد کړي.
رئیس ځاځي ادعا کړې چې مشر ورور یې په پکتیا کې د دوی جایدادونه غصب کړي او په همدې خاطر یې له ولسمشره د خاصې توجه غوښتنه درلوده.