چارواکي: په دایکنډي کې ۸ پولیس، دوه ملکیان او ۱۶ طالبان وژل شوي
په دایکنډي کې چارواکي وايي، د طالبانو او پولیسو ترمنځ په وروستیو نښتو کې دواړو لورو او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سیمه ییز چارواکي وايي، د دایکنډي ولایت د پاتو ولسوالۍ په تمزان سیمه کې دغه نښتې یوه شپه وړاندې رامنځته شوي او پر مهال یې د پولیسو درېیو امنیتي پوستو هم سقوط کړی دی.
د دایکنډي د والي ویاند علي اکبر ناطقي ازادي راډيو ته وویل چې په دغو نښتو کې ۸ ملي پولیس، دوه ملکیان او ۱۶ طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، سیمې ته تازه دمي مرستندویه ځواکونه هم رسېدلي او جګړه یې مهار کړې ده.
له دغې سیمې د جګړو له امله یو شمېر کورنۍ هم بېځایه شوي چې کره شمېر یې معلوم نه دی.
طالبان ادعا کوي چي د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ په تمزان کې یې د پولیسو څلور پوستې سقوط کړي، ګڼ پولیس یې وژلي او د ۸ پولیسو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.