چخانسوري: له افغانستانه د زیات شمېر امریکايي پوځیانو وتل به پر امنیت منفي اغېز ونهکړي
د افغانستان حکومت وايي چې له دې هېواده د زیات شمېر امریکايي پوځیانو وتل به پر امنیت منفي اغېز ونهکړي.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن، د ډسمبر۲۱مه، پر ټوېټر لیکلي چې په وروستیو څلور نیمو کلونو کې د امنیتي چارو مسوولیت په بشپړ ډول د افغانانو په لاس کې و او که زیات امریکایي عسکر ووځي، پر امنیت چندان اغېز نهشي کولای.
اسوشیټېد پرېس خبري اژانس پرون وویل چې د امریکا په دفاع وزارت کې له افغانستانه د عسکرو د وتلو پر پلان خبرې کېږي او که تأیید شي، تر راتلونکي اوړي به د امریکا د عسکرو نیمه برخه له افغانستانه وایستل شي.
اسوشیټېد پرېس خبري اژانس د پټو سرچینو په حواله ویلي و چې پردې مسئله د سپینې ماڼۍ ټینګار د امریکا د دفاع د وزیر، جېمز مټیس د استعفا یو مهم دلیل و.
خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پر ټوېټر ولیکل چې د هغه دفاع وزیر جېمز مټيس به د راتلونکي کال په فبرورۍ میاشت کې تقاعده کوي.
امریکا په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ عسکر لري.
د امریکا پوځيان د افغانستان د پوځ او پولیسو د روزنې ترڅنګ او هغوی ته د مشورې ورکلو ترڅنګ له ترورېزم او داعش سره په مبارزه بوخت دي.