نواز شریف په ۷ کاله بند محکوم شو
د پاکستان د فساد ضد محکمې د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف د خپلو عوایدو د سرچینو د پټ ساتلو په خاطر په اوو کلونو بند محکوم کړ.
په اسلام اباد کې محکمې نن دغه حکم د هغه پرضد د فساد د تورونو په دوو مواردو کې اعلان کړ.
هغه ته له دوهم توره برأت ورکړل شو.
شریف پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې کوم غلط کار یې نه دی کړی.
تر دې مخکې په جولای میاشت کې نوموړی په لندن کې د عصري اپارتمانونو د پیرلو په خاطر په لسو کلونو بند محکوم شوی و.
هغه د دغه حکم په اړه د استېناف غوښتنه کړې وه او په سپټمبر کې په ضمانت له بنده خوشې شوی و.
نواز شریف تېره کال د خپلې صدراعظمۍ په درېیمه دوره کې وروسته له هغې له دندې لېرې شو چې د پاکستان سترې محکمې هغه د دې مقام لپاره مناسب ونه باله.