په کابل کې د امریکا سفیر د شهیدانو او معلولینو پر معینیت حمله غندلې
په کابل کې د امریکا سفیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شهیدانو او معلولینو پر معینیت وروستۍ حمله وغندله.
د امریکا سفیر جان بس نن د ډېسمبر په ۲۶مه په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو زړورتیا ستايي چې د حملې پر وخت یې سیمې ته ور ودانګل او د مامورینو د ژغورنې هڅې یې وکړې.
جان بس ویلي چې د داسې تشدد په وړاندې متحده ایالات له افغانستان سره ولاړ دي.
په کابل کې د امریکا سفیر ویلي چې په افغانستان کې د روان بحران د حل او سولې د ټینګښت لپاره به د خپلو متحدانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت په وینا، د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل ښار د زړو مکروریانو په سیمه کې د شهیدانو او معلولینو د معینیت پر ودانۍ په انتحاري حمله او ورپسې وسله واله نښته کې ۴۳ تنه ووژل شول او ډېر کسان زخمیان شول.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې دا حمله غندلې ده.
سعودي عربستان ویلي چې داسې ترورېستي حملې پر ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو تېری کوي.