سکاټ مېلر له قمر جاوید باجوه سره د افغانستان په اړه خبرې کړي
![سکاټ مېلر له قمر جاوید باجوه سره د افغانستان په اړه خبرې کړي](https://gdb.rferl.org/1993E44F-D018-46F6-84A1-7D83ACA8F980_cx7_cy9_cw82_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره ولیدل.
د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي دي چې جنرال مېلر او جنرال باجوه په سیمه کې د روان وضعیت او په ځانګړي ډول د افغانستان د روغې جوړې د پروسې په اړه خبرې وکړې.
په بیان کې راغلي دي چې دواړو پوځي مشرانو ټینګار وکړ چې یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه کولای شي چې په افغانستان کې سوله راولي.
د پاکستان پوځ ویلي، جنرال باجوه جنرال مېلر ته وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې لپار ژمن دی او په افغانستان کې سوله د پاکستان د سولې په معنا ده.
د پاکستان د پوځ مشر او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان له ترورېزم سره د مبارزې په اړه هم خبرې وکړې.