ولسمشر غني د دولتي بنسټونو د امنیتي پلان جوړول او عملي کول غوښتي
![ولسمشر غني د دولتي بنسټونو د امنیتي پلان جوړول او عملي کول غوښتي](https://gdb.rferl.org/06EC07FC-994E-414C-9750-777C97366AB5_cx13_cy3_cw70_w800_h450.jpg)
ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو او ماليې له وزارتونو غوښتي دي چې په کابل کې د وروستۍ ترورېستي برید په شان حملو د مخنیوي لپاره د ټولو دولتي تاسیساتو او بنسټونو د امنیت لپاره واضح پلان جوړ او عملي کړي.
د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر غني دا غوښتنه پرون د کابینې په غونډه کې وکړه.
ولسمشر غني ویلي، سره له دې چې طالبانو د کابل په وروستۍ حمله کې لاس لرل رد کړي، خو دا ډله مسؤله ګڼل کېږي.
په کابل کې پر فواید عامې وزارت او له معلولینو او د شهیدنو د کورنیو د ملاتړ پر ادارې د وسله والو په وروستي برید کې د ۴ برید کوونکو په شمول ۴۷ کسان ووژل شول او ۲۷ نور ژوبل دي.
د کابل د وروستۍ ترورېستي حملې مسؤلیت تر اوسه پورې کومې ډلې منلی نه دی.