په سوډان کې د ژورنالستانو یوې شبکې درې ورځنی اعتصاب پیل کړ
![په سوډان کې د ژورنالستانو یوې شبکې درې ورځنی اعتصاب پیل کړ](https://gdb.rferl.org/7A9555FF-2140-4138-A9FD-5F29EB546A7D_cx57_cy0_cw37_w800_h450.jpg)
په سوډان کې د ژورنالستانو یوې شبکې د ډوډۍ په بیه کې د لوړوالي پر ضد د مظاهرو پر وړاندې د حکومت د اقداماتو په اعتراض کې درې ورځنی اعتصاب پیل کړی دی.
د سوډان حکومتي چارواکو تأیید کړې ده چې د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په شخړو کې د دوه سرتېرو په ګډون، ۱۹ کسان وژل شوي دي.
په سوډان کې د وچې ډوډۍ په بیه کې د لوړوالي په اعتراض کې د روانې ډيسمبر میاشتې له ۱۹ نېټې مظاهرې شوي دي.
په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشل ویلي دي چې د د امنیتي ځواکونو له خوا ۳۷ مظاهره چیان وژل شوي دي.
خو حکومت وايي، مظاهره چیانو ته زیاته مرګ ژوبله د چور او لوټ کولو پر مهال اوښتې ده.