چارواکي: د کندز – تخار لویه لاره د ټرافیکو په مخ تړل شوې
![چارواکي: د کندز – تخار لویه لاره د ټرافیکو په مخ تړل شوې](https://gdb.rferl.org/B400875D-409B-4071-8775-39AE53B7F3BD_w800_h450.jpg)
د کندز د خان اباد ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي، نن سهار وسله والو طالبانو د خان اباد ولسوالۍ اړوند د چهار سری په سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو برېد پیل کړی چې له کبله یې د کندز – تخار لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د خان اباد ولسوال حیات الله امیري نن سهار ازادي راډیو ته وویل، دمګړۍ په سیمه کې درنه جګړه روانه ده او سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي دي.
نوموړي زیاته کړه چې وسله وال طالبان د شاتګ په حال کې دي، ښايي ژر دا لویه لاره د ټرافیکو پرمخ خلاصه شي.
د کندز – تخار لویه لاره په شمال ختېځ زون کې یوه له ناامنه لویو لارو ده چې وخت نا وخته د نښتو او جګړو له کبله تړلې وي.