د امریکا تر ټولو د ډېر عمر لرونکی پوځي ریچارډ اورټون ومړ
د دوهمې نړیوالې جګړې هغه امریکايي سرتېری چې باور کېده د امریکا تر ټولو د ډېر عمر لرونکی سړی به وي، د ۱۱۲ کلونو په عمر مړ شو.
دا خبره د نوموړې کورنۍ کړې ده.
د رسمي اسنادو پر بنسټ، ریچارډ اورټون چې د تکزاس ایالت په په اوسټین ښار کې د پنجشنبې په ورځ مړ شو، د امریکا تر ټولو زوړ پخوانی پوځي و چې په دوهمه نړیواله جګړه کې یې برخه لرله.
ریچارډ اورټون په ۱۹۰۶ میلادي کال کې زېږېدلی و او په ۱۹۴۲ میلادي کال کې له هغې اووه میاشتې وروسته چې جاپان په پرل هاربر برید وکړ، عسکرۍ ته ولاړ او د امریکا د هوايي انجنيرۍ په ځواک کې یې خدمت وکړ.
نوموړي په نورو بېلابېلو جګړو کې هم برخه اخیستې وه.