په پاکستان کې د ډبرو د سکرو په يوه کان کې چاودنې درې تنه مړه کړي
د پاکستان د بلوچستان ايالت د ډبرو د سکرو په يوه کان کې د ګازو چاودنې درې کان کيندونکي مړه کړي دي.
دغه چاودنه پرون د بلوچستان ايالت په دُکۍ کې د ډبرو د سکرو په يوه کان کې شوې ده.
محلي چارواکي وايي، دغه کان کيندونکي د سوځېدنې له کبله مړه شوي او د ژغورونکو تر څو ساعته پلټنې وروسته يې مړي وموندل شول.
ويل شوي چې درې واړه مړه شوي کان کيندونکي افغانان دي.
په سپټمبر مياشت کې د پاکستان په شمال لوېديځ کې د ډبرو د سکرو د يوه کان د چت د نړېدو له کبله ٩ کان کيندونکي مړه او ٤ تنه نور ټپيان شوي وو.
په پاکستان کې د خونديتوب د کمزورو معيارونو له کبله زيات وخت د ډبرو د سکرو په کانونو کې دا ډول پېښې کېږي.
د پاکستان چارواکي وايي، په دغسې پېښو کې هر کال د کانونو شااوخوا ٢٠٠ کارګران مري.