چارواکي: په ارزګان کې افغان کومانډو او بهرنیو ځواکو عملیات پیل کړي
د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې افغان کومانډو او بهرنیو ځواکو د وسله والو طالبانو پرضد تازه پوځي عملیات پیل کړي دي.
د امنیې قوماندانۍ سرپرست سردار محمد حیاء نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات نن سهار د ترینکوټ په مربوطاتو کې پيل شوي دي.
ده وویل:
"دا کومانډويي پوځي عمليات دي چې جزيات به يې وروسته په ډاګه کړو، دغه عمليات سهار وختي پيل شوي دي."
ښاغلى حياء وايي، په دغو عملیاتو کې چې د قاطع ملاتړ ماموريت ځواکونه يې هوايي ملاتړ کوي، د تلفاتو په اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوي.
د دولت کومې مخالفې ډلې د ارزګان په مرکز کې د پيل شويو پوځي عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.