روسیه: له اوکراینه د کریمیا د جلاکېدونکو موانعو چارې بشپړې شوي
د روسيې چارواکي وايي، د هغو موانعو جوړول يې بشپړ کړي چې کريميا ټاپووزمه له اوکراينه جلا کوي.
مسکو له اوکراينه دغه سيمه په ٢٠١٤ میلادي کال کې لاندې کړه.
په کريميا کې د امنيتي خدماتو د فډرال ادارې د سرحدونو څانګې نن جمعه وويل، د دغو موانعو يا د انجنيرۍ او تخنيکي کمپلکسونو د رغولو چارې بشپړې شوې دي.
دغې ادارې په هغه اعلاميه کې چې د روسيې خبري اژانسونو خپره کړې، ويلي چې د ٦٠ کيلومترو په اوږدوالي دغه موانع په سېنسرونو او امنيتي کېمرو سمبال شوي دي.
د دغو موانعو د جوړولو پېشنهاد په ٢٠١٥ میلادي کال کې وړاندې شوى و چې هدف يې د جنايتکارو ډلو د سبوتاژوونکو فعاليتونو او هڅو مخنيوى ښوول شوى دى.