پوتین منعه شویو لاریونونو ته د ځوانانو د جلبوونکو د سزا قانون توشېح کړ
![پوتین منعه شویو لاریونونو ته د ځوانانو د جلبوونکو د سزا قانون توشېح کړ](https://gdb.rferl.org/246FA68C-E6C4-41CE-A1D3-520E292A4165_cx0_cy5_cw0_w800_h450.jpg)
د روسيې ولسمشر يو قانون توشېح کړ چې له مخې يې هغو کسانو ته سزا ورکول کېږي چې د محکمو د معلوماتو پر اساس منعه شويو اعتراضونو، لاريونونو او مظاهرو ته کشران راولي.
دغه قانون چې نن د ولاديمير پوتين له خوا توشېح شو، وايي چې د هغو منعه شويو اعتراضونو چې تر ١٨ کلنۍ کم عمره کسان په کې برخه اخلي، تنظيموونکي به له ١٥ ورځني بند او شااوخوا ٧٢٠ ډالرو نقدي جريمې سره مخامخ شي.
د ورته سرغړونو په تور ځينو تنظيموونکو ته تر دې لا درنه مالي جريمه ټاکل شوې ده.
په وروستيو کلونو کې په روسيه کې زرګونه کم عمره ځوانانو په دولت ضد مظاهرو کې برخه اخيستې ده.