اسدالله خالد: ټپي سرتېري به نور د جګړې په ډګر کې نه پاتې کېږي
![اسدالله خالد: ټپي سرتېري به نور د جګړې په ډګر کې نه پاتې کېږي](https://gdb.rferl.org/F571A6D2-D236-4E04-ADB4-0117855D3E9C_cx8_cy5_cw61_w800_h450.jpg)
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، ټپي سرتېري به نور د جګړې په ډګر کې نه پاتې کېږي.
ښاغلي خالد دا خبره نن شنبه په دفاع وزارت کې په یوه غونډه کې وکړه.
دی وایي:
"زموږ ټپیان له څو اوونیو راهېسې د اندړو په ولسوالۍ کې پاتې وو، هغوی انتقال شوي نه وو، په جبهو کې خپلو سرتېرو ته ډاډ ورکوو چې د دا ډول پېښو مخه به نیسو ."
ښاغلي خالد همدارنګه د افغانستان د ملي اردو پر ځواکونو ټینګار وکړ چې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې دې کافي اقدامات وکړي.