حاجي اغا: د فراه د ګمرکي بندر تړلو سوداګرو ته مالي زیانونه اړولي
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د فراه د ۷۸ میله ګمرکي بندر د تړلو له امله ګڼو سوداګرو ته مالي زیانونه اوښتي.
د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن شنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه چې له تېرو شپږ ورځو راپدېخوا د ایران او فراه ولایت تر منځ د یاد ګمرکي بندر د بندېدو له امله سلګونه زره افغانۍ زیان دولت او سوداګرو ته اوښتی دی.
دی غوښتنه کوي چې له ایران سره دا بندر چې له شپږو ورځو راهیسې تړل شوی، باید ژر تر ژره خلاص شي.
د نوموړي په خبره، په دغه بندر کې تر ۳۰۰۰ کسانو د سمنټو او ساختماني چارو په کارونو بوخت دي.