په کابل ښار کې د نشه يي موادو اووه پرچون خرڅوونکي نیول شوي
په کابل ښار کې د نشه يي موادو اووه پرچون خرڅوونکي څه د پاسه اووه کیلو ګرامو نشه يي موادو سره نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د کشف مدیر میان احمد احمدي ازادي راډیو ته وویل، په درېیو عملیاتو کې اووه کسان د کابل ښار په څلورمه، اتمه، یوولسمه او دولسمه حوزه کې نیول شوي او له دوی سره اووه نیم کیلو ګرامه چرس، تاریاک، هیروئین او الکولي مشروبات هم نیول شوي دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په کابل ښار کې په تېرو دوو اوونیو کې څو عملیاته کړي چې د نشه يي موادو نېږدې دېرش پرچون خرڅوونکي یې هم نیولي دی.