په هرات کې دوه تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول
![په هرات کې دوه تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول](https://gdb.rferl.org/333EEFCF-EE98-4F43-90C4-2777930F4D64_w800_h450.png)
په هرات ولایت کې دوه تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.
د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده ازادي راډیو ته وویل، دا دوه کسان په داسې حال کې ونیول شول چې غوښتل يې درې کيلو ګرامه هيروئين او چرس هرات ښار ته قاچاق کړي.
په دې وروستیو کې له ولسوالیو هرات ښار ته د نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی چې دې کار نشه يي موادو ته لاسرسی اسانه کړی دی.