په ننګرهار کې څه د پاسه ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد وسوځول شول
![په ننګرهار کې څه د پاسه ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد وسوځول شول](https://gdb.rferl.org/C40260A3-1DDF-4A50-980F-216CBD7AF212_w800_h450.png)
په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه څلوېښت کیلو ګرامه نشه يي مواد وسوځول شول.
په هغه خبرپاڼه کې چې د شمشاد زون پولیسو ازادي راډیو ته لېږلې، راغلي چې په لومړۍ پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو له هوايي ځواکونو سره په همغږۍ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې (۴۳) ټنه بېلابېل نشه يي مواد ونیول.
په دوهمه پېښه کې (۱۷) نیم کیلوګرامه چرس هغه مهال ونیول شول چې له سره رود ولسوالۍ یوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کېدل.
د دې دوو پېښو په تړاو څلور کسان هم نیول شوي دي.