د هلمند په باغران کې د لومړي ځل لپاره يو ښوونځى پرانېستل شو
![د هلمند په باغران کې د لومړي ځل لپاره يو ښوونځى پرانېستل شو](https://gdb.rferl.org/34020AE4-9618-46F6-B2DC-3C40808E7819_w800_h450.jpg)
د هلمند د پوهنې رياست وايي، تر څو لسيزو وروسته يې د لومړي ځل لپاره په باغران ولسوالۍ کې يو ښوونځى پرانېست.
د پوهنې رئيس داود شاه صفاري تېره شپه له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا يو د پام وړ پرمختګ وباله:
"د قومي مشرانو په منځګړيتوب وتوانېدو د لومړي ځل لپاره کلونه وروسته په باغران ولسوالۍ کې يو ښوونځى پرانېزو. د ملت د بابا يا د داوود خان تر حکومت وروسته هلته کوم ښوونځى نه و فعاله شوى."
د هلمند د پوهنې رئيس تمه وښوده چې له دې سره به وکړاى شي په باغران ولسوالۍ کې د قومي مخورو په منځګړيتوب نور ښوونځي هم پرانېزي.
باغران د هلمند په شمال کې هغه ولسوالۍ ده چې له هماغه پيله د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.