د غزني چارواکي وايي، ماین چاودنې ٤ ملکيان وژلي
د غزني چارواکي وايي، د وسلهوالو طالبانو لهخوا د سړک پر غاړه د ځاى پر ځای شوي ماین چاودنې ٤ ملکيان وژلي دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه چاودنه غزني ښار ته څېرمه په ارزو سیمه کې شوې ده.
د ده په خبره په وژل شويو کې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دى.
ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو وياند معرفي کوي، وايي که پېښه واقعیت ولري عاملین بهیې مجازات شي.